Pmap c2

د FAVON او FAROE غونډې ته د ارباب مجيب الرحمن وينا

16.07.2010 15:04

 6 مۍ 2007، هالېنډ

د FAVON او FAROE غونډې ته د ارباب مجيب الرحمن وينا

 

د FAVON  او FAROE  ډيرو محترمو مشرانو او دغونډې برخه والو

د ټولو نه وړاندې د خپل ځان ، د خپل ګوند پښتونخوا ملي عوامي پارټۍ د مشرتابه ګران محترم محمود خان اڅکزى او عبدالرحيم مندوخيل لخوا د FAVON   او FAROE ډيره مننه  کوم چې مونږ ته يې د خپلو خيالاتو د اظهار لپاره په دغه غونډه کښې بلنه راکړه.

محترم دوستانو: څرنګه چې تاسو او مونږ ټولو ته معلومه ده چې ترهګري د يو داسې ناروا عمل او مزمومې پديدي نوم دى، د کوم په ذريعه چې  يو محدود ټولګې خپل نامشروع نظريات عقائد او ناولي مقاصد په قامونو او اولسونو د زور د لارې مسلط کول غواړي، د هغې دپاره صلح ايز، قانوني، ائيني او انساني لارو چارو د اختيارولو په ځاې  د بې ګناه انسانانو قتل او ترور کوي، ويره او وحشت پيدا کوي، د بده مرغه زمونږ مورنى ټاټوبې ګران او تاريخي افغانستان د نړۍ په مخ د شمار په هغه څو ملکونو کښې دې، چې د تاريخ په اوږدو کښې مسلسل د د غه ناروا عمل ښکار پاتې شوې دى، که مونږ د افغانستان تاريخ ته وګورو   زمونږ سره په معلوم تاريخ کښې وړومبې دهشتګردي د مهذب يورب سکندر مقدوني وکړه، چې زمونږ په وطن يې يرغل وکړو زمونږ تهذيب او تمدن يې تباه کړو او د افغانستان د ميړني اولس قتل عام يې وکړو، د سکندر يوناني  نه پس چنګيز خان، تيمور لنګ، عرب، ايراني، مغلي او انګريزي استعمار هغه قوتونه دي چې يو په بل پسې يې زمونږ په وطن يې توره او بې پوره حملي کړي دي،  چې په نتيجه کښې زمونږ په وطن کښې د انساني کپرو مينارونه جوړ شول، زمونږ تهذيب، تمدن، هنر، علم او فرهنګ مينځ نه وړي دى، او زمونږ ملت يې زورولى او په شابولى دى، افغان ميړني  ملت هم د يرغلګرو مخ ته خپلې سينى ډال کړي او د خپلو سرونو په قيمت يې د خپل ګران وطن دفاع کړيده.

يو افغان شاعر د دې پرله پسې دهشت ګردې ذکر داسې کړي دى:

دا زمونږ تقدير دى چې په وينو کښې مزل کوو

يـــــو دشمن چې اووهو بيا بل وهو او بل وهو

د پورته ذکر شوي تمهيد سره سم که وګورو نو نن هم د افغان په خاوره دغه عمل روان دى، خو نن مونږ  وينو چې د تيرو ترهګرو په خلاف اوسني ترهګر يعنې پنجابي استعمار هغه خوش قسمته ترهګر او حمله اور دې چې د سکندر مقدوني نه نيولي تر انګريزي استعمار پورې چې ټولو خارجي يرغلګرو افغآن ملت ته د سر او مال کوم زيان په  شريکه رسولې دې، پنجابې استعمار تر هغې زيات افغانان قتل کړل، او افغانستان يې په کنډوالو بدل کړو، تر اوسه پورې ديرش کاله کيږي، چې افغان ملت د دغه يرغل سره مخ دې، مګر د افسوس خبره داده، چې افغانانو لا د ده تڼې هم نده شو کولى، او نه پکې د ده يو بچې تاواني شو، پنجابي استعمار د افغان وژنې او د افغانستان د قبضه کولو دغه ناروا استعماري يرغل ته د جهاد THE HOLY WAR مقدس نوم ورکړى دى، په خپله د پردى شاته ناست دى او د پراکسى وار PROXY WAR په ذريعه يې په افغانستان کښې د وينو دريابونه اوبيول.

د اسلامي افغانستان په خلاف د پنجابي استعمار د د غه يرغل څخه پنجاب دوه مقاصد ترلاسه کول غواړي، يو مقصد يې د ډيورنډ کرښه په افغانستان منل دي، او بل دا چې افغانستان خپل خارجي سياست د پاکستان د خوښې تابع کړي، د دغه استعماري عزايمو دپاره د پنجاب استعماري رياست پاکستان د اولې ورځې نه په افغانستان کښې د مداخلت سياست خپل کړې دى.

د سکندر ميرزا د کنفډريشن تجويز او د هغه بعد د پاکستاني واکدارانو لخوا وخت په وخت د افغانستان په کورني چارو کښې مداخلت، لاس وهنه، د تجارتي لارو بندول د دې فشار دپاره اقدامات وو.

په افغانستان کښې د سردار محمد داود خان د واکمن کېدو نه پس دغه مداخلت نور بربنډ شو، کله چې پنجابي استعمار د جنرال نصيرالله بابر په مشرۍ کښې افغان سيل راجوړ کړو، د دې ګواهي جنرال بابر په خپلو ويناګانو راډيو، تلويزيوني او اخباري مرکو کښې وار په وار کړې ده، چې افغانستان په ړنګولو  کښې بنيادي کردار ده لوبولې دې، دى وايي چې داود خان د پښتونستان موضوع راپورته کړه نو ما ګلبدين ، استاد رباني، حبيب الرحمان، ملا خالص او احمد شاه مسعود پاکستان ته راوستل او د دوي په ذريعه مې د داود خان په خلاف د کودتا کوشش  وکړو، کومه چې ناکامه کړى شوه په  افغانستان کښې د ثور د بدلون نه څو ورځې پس ګلبدين  وويل چې که خلقيانو انقلاب نه وې کړى نو مونږ د داود خان د حکومت د نسکورولو فيصله کړى وه.

د ثور د بدلون نه پس چې لا د شوروي اتحاد فوځونه افغانستان ته نه وو راغې د پاکستان اى ايس اى يعنى انټر سرويسز انټليجنس د خپلو دغه روزل شوو قوتونو په ذريعه په افغانستان کښې د عدم استحکام راوستلو هڅې پيل کړې، او په افغانستان کښې يې مسلح مداخلت شروع کړو، او بيا چې کله شوروي فوځونه  افغانستان ته راغلل نو دغه مداخلت خپل انتها ته ورسيدو، د جهان قوتونو له پکار وو، چې که د وى د شوروي اتحاد فوځونه د افغان خاورې  څخه ويستل غوښتل، نو دا کار د سياسي لارو چارو لخوا هم کېداى شو، مګر د سياسي لارو په ځاى دوى فوځي لاره غوره کړه او بيا دا وو چې د امريکې نه نيولې تر عربستانه او د يورپ نه نيولى تر کمونست چين پورې ټولو د افغانستان د بربادولو د پاره ملا وتړله، په بيليونونو ډالرو، يورو، فرانک، ريال، درهمونه او د خطرناکو ويجاړونکو وسلو امبارونه يې پاکستان ته حواله کړل، د پاکستان فوځي حکمرانانو په ډير مهارت  د دې استعمال وکړ، او داسې نقشه يې د جنګ جوړه کړه چې د ده د مقاصدو د پاره په لکونو افغانان مړه شول  په لکونو معيوب شول، په ميلينونو د خپله کوره او کليو کډۀ شول، افغانانو ته آى ايس آى په سوونو تربيتي مرکزونه جوړ کړل او دغه رنګې په افغانستان کښې تباه کوونکي اورونه بل کړل.

د بين الملل  په ملګرتيا د افغانستان او پاکستان په  منځ کښې مذاکرات پيل شول، د پاکستان غوښتنه دا وه، چې شوروي فوځونه دى د افغانتسان څخه وځي، او دافغانستان جواب دا وو  چې تر څو پورې د پاکستان لخوا په افغانستان کښې مداخلت بند نشي ، شوروي فوځونه دافغانستان څخه نشي  وتلى بالاخر د اقوام متحده په کوششونو جنيوا لوظنامه لاس ليک شوه، پاکستان د  مداخلت بندلو وعده وکړه، او افغانستان د شوروي فوځونو د انخلا نظام الاوقات ورکړو، چې د هغې مطابق اخري شوروي فوځي په شپارسم فروري ١٩٨٩  د افغانستان  څخه ووتل، په پاکستان کښې ميشته افغان اپوزيشن به دا دعوه  کوله چې  دوى د ازادۍ مجاهدين دي او په کابل کښې ناست ډاکټر نجيب الله د روس ګوډاګۍ  دې، مګر کله چې جينوا معاهده لاس ليک  کيده، د افغان حکومت لخوا د افغانستان خارجه وزير عبدالوکيل دستخط وکړو، او د افغان اپوزيشن لخوا د پاکستان وزير خارجه  زين نوراني دستخط وکړو، د دې نه دا په ډاګه معلوميږي چې په دې جنګ کښې اصل فريض په پاکستان کښې مېشته افغان اپوزيشن نه وو، بلکې پخپله پاکستان وو، او بل فريق افغان حکومت وو، په دغه لوظنامه کښې پخواني شوروي اتحاد او امريکا د دې ضامنان وو، افغان حکومت په ټاکل شوي وخت کښې شوروي عسکر د افغانستان څخه وويستل مګر د شوروى عسکرو د وتلو سره سم پاکستان د جنيوا معاهده تر خپو لاندې کړه او په شپږم  مارچ ١٩٨٩ کښې يې په جلال آباد حمله وکړه، افغان زړه ور او قهرمان فوځ د ميړني افغان اولس په ملاتړ د وطن يا کفن او سر ورکوو، خو سنګر نه ورکوو،تر ملي شعار لاندې د پنجابي استعمار او د هغه د انډيوالو يرغلګرو ځواکونو سره په ډيره ميړانه د خپل وطن او استقلال دفاع وکړه  او پاکستان ته يې تاريخي ماتې ورپه برخه کړو، افغان ميړني اولس د و طن پالنې په انقلابي  جذبه دا ثابته کړه، چې

ختمول د پښتنو څه اسان نه دي
هر دښمن مو سر خوړلې دې برباد دى
پنجابيان او وهابيان دى ځان خبر کړي
هر سنګر د پښتونخوا جلال آباد دى

حقيقت دا دې چې د جنيوا معاهدې دضامن په حيث د امريکې حکومت خپله ذمه واري پوره نه کړه او نه يې په افغانستان کښې د افغان حکومت د ملي روغې جوړي سياست تائيد کړو، د کوم په نتيجه کښې چې به د حکومت او اپوزيشن په شريکه يو مخلوط  حکومت جوړيدو، د اشتراک اقتدار دپاره به يوه فارموله جوړيده، په نتيجه کښې به پر امن انتقال اقتدار کېده، افغان کډوال به په عزت خپل کور او کلو ته واپس تلل، د کوم پيشنهاد چې ډاکټر نجيب الله بيا بيا کولو، د دې برعکس امريکا، غربي او شرقي ټولې نړۍ د پاکستان د مداخلت  کار سياست پلوي کوله چې بنيادي مقصد يې د افغانستان ملي استقال، ملي حاکميت، ارضي تماميت او افغان دولتي ادارې ختم کول او په کابل د لاهور حکمراني جوړول وو.

د جنيوا معاهدې نه پس د پاکستان مداخلت نور زيات شو، اقوام متحده د بينن سيوان په ذريعه د افغان حکومت او د هغه د ګونډيانو ترمينځه د صلحې يوه نوې فارموله وړاندې کړه چې افغان حکومت هغه ومنله، د  دغه فارمولې مطابق ډاکټر نجيب الله د جمهوري رياست څخه په خپله استعفا  رضا مندي ښکاره کړه، مګر د پاکستان لخوا د پر امن انتقال اقتدار دغه پلان هم ناکام کړل شو، په پاکستان کښې ميشته افغان اپوزيشن په اسلام اباد کښې د حضرت صبغت الله مجددي په مشرې کښې د افغانستان دپاره يو ائتلافي اداره جوړه کړه،  مګر د آى ايس آى نيغ په نيغه مداخلت په نتيجه کښې افغانستان يو تباه کوونکې خانه جنګې سره مخامخ شو، دوه مياشتې پس په پېښور کښې د پروفيسر برهان الدين رباني په مشرې يوه بل ائتلافي حکومت جوړ شو، مګر دا  حکومت هم کار ته پرې نه خواى شو، د دغه حکومت وزير اعظم ګلبدين حکمتيار کابل ته د تلو په ځاى په چاراسياب کښې خپل سنګر راجوړ کړو او په کابل  يې  د توغندو بارانونه وورول،افغان وسلوال فوځ ملي پوليس اود ملي امنيت ادارې ختم شوې، او په افغانستان د جنګ اورونه بل شول، د پاکستان پخواني انډيوالان حضرت صبغت الله مجددي، پروفيسر برهان الدين رباني، احمد شاه مسعود، پير سيد احمد ګيلاني، استاد عبدالرب رسول سياف د پاکستان په استعماري عزايمو پوهه شول، او دوى د پاکستان په مخالف افغان کيمپ کښې ودريدل چې وروستو ګلبدين حکمتيار  هم د پروفيسر برهان الدين رباني په حکومت کښې د وزير اعظم په حيث شامل شو، مګر پاکستان خپل نوى لښکر د طالبانو په نامه منظم کړو، د جمهوريت امن او انصاف علمبردار يورپ، امريکا او نورې نړۍ افغانستان اسلام اباد ته حواله کړو،  د جمهوريت امن او انصاف علمبردار يورپ، امريکا انو نورې نړۍ افغانستان اسلام اباد ته حواله کړو، او  دا شان جنګ زپلې ، زخمي او ناتوانه افغانستان د آى ايس اى په رحم و کرم شو.

پنجابي  استعمار د خپل پلان سره سم افغانستان د بين الاقوامي ترهګرې په مرکز بدل کړو، د ټول جهان ترهګر يې پاکستان ته راوستل دلته يې منظم کړل، او په افغانستان کښې يې استعمال کړل، د رباني  حکومت چې هغه وخت د افغانستان مرکزي حکومت وو،  او جهان منلې وو، د پاکستان وزير داخله نصير الله بابر او د پاکستان د استخباراتي ادارو نور مشران به د افغان حکومت د اجازې  نه بغير په افغانستان کښې داسې ازاد ګرځېدل لکه دا ملک چې دوى فتح  کړي وي، د هغه افغان حکومت په هر فورم د دې په خلاف اواز پورته کولو مګر دمهذبې دنيا غوږونه کاڼه وه، بالاخره  په ستمبر ١٩٩٦ کابل هم طالبانو د آي ايس آى په مرسته او قومنده ونيولو په کابل د طالبانو قبضه په اصل کښې د پنجابي او عرب قبضه وه، پنجابي استعمار افغانستان خپله کالوني جوړه کړه او وهابي عربانو د افغانستان خاوره د شيعه ايران په خلاف استعمالول  غوښتل، په کابل د اى ايس اى د قبضې سره سم د ټولى نړۍ دهشتګرد په افغانستان کښې ديره کړى شول، او دوى  ته يې د تربيت مرکزونه جوړ کړل، د سنکيانګ، چيچنيا، ازبکستان، تاجکستان، کشمير او ټولې عرب دنيا نه ځانته شو، ملي ا ستقلال يې د لاسه ورکړو د سعودي عرب، پاکستان او عرب اماراتو نه علاوه افغانستان د هيڅ يو ملک سره سفارتي اړيکي نه لرلې، افغان دولت په امارت بدل شو، فوځ، پوليس، امنيت، ملي سرود، ملي بيرغ ، مکتب، شفاخانه، سرکونه يې ختم شول،  د افغانستان ملي شتمنۍ لوټ او چور او تالا شوې ، طيارې، ټانګونه او فوځي ساز او سامان يې چور شول، د افغان اولس هغه ملي عنانات، ملي کلتور ختم کړل شول، حتى عبادت يې هم د اغيارو په خوښه  شو، دوى د خپل حفاظت دپاره چاقو هم نشو ساتلې، او خارجيان به په ټانګونو کښې ګرځېدل، افغانستان د ترهه ګرو د پاره جنت شو او د افغانانو دپاره زندان، د کابل په ښار کښې  بر ق   نه وو،  مګر د ترهه ګرو په مرکزونو کښې د دنيا ټول اسانتياوى موجود وي.

ائ ايس ائ ترهه ګري ته نړيوال شکل ورکړو، او د هر ځاې دپاره يې خپل خپل ترهه ګرتنظيمونه جوړ کړل، په جهان کښې د ترهه ګړې ټول تنظيمونه په يو نه يو شکل کښې آي ايس آي منظم کړه، په پاکستان کښې لشکر طيبه، جيش محمد، حرکت الانصار، حزب المجاهدين، تحريک نفاذ شريعت، جماعت الدعوه، اشاعت التوحيد والسنت، لشکر جنګوي، سپاه صحابه ، سپاه محمد او دا شان په درځنونو نور تنظيمونه او په دوې کښې يو تنظيم د القاعده په نامه آى ايس آى په خوست کښې راجوړ کړو چې عرب دهشتګرد پکې شامل وو او بيا وروستو دغه القاعده په دې وتوانېدو چې د يولسم  ستمبر خونړۍ پېښه پلان کړي، د يولسم ستمبر ٢٠٠١ خونړو واقعياتو دامريکايانو او د نورو غربي هيوادونو سترګې وغړولې په حقيقت کښې دا د دوى د هغه جرايمو سزا وه، کوم جرايم چې دوى د افغانستان په قضيه کښې کړي وو غربي هيوادونو د  افغانستان نه د شوروى فوځونو  د ويستلو په نامه پاکستان ته هغه بې حسابه دولتونه اود وسلو امبارونه ورکړي وو، چې يو خوا د پاکستان جرنيلان په ډالرو کښې ارب پتي شول او بل خوا ته تش په نامه د جهاد د تقويه کولو دپاره يې نام نهاد ډلو  ته په اربونو ډالرو ورکړل.

دآى ايس آى نيغ په نيغه څارنې لاندې د مدرسو او دارالعلومونو په نامه په زرګونو داسې مرکزونه جوړ کړل، چې په هغه کښې دا وخت د طالب په نامه په لکونو خلکو ته شپه او ورځ د مهذبي دنيا او په ملک  کښې د ننه د قومي جمهوري تحريکونو په  خلاف تربيت ورکول کيږي. د دې نه پخوا هم په پښتونخوا وطن کښې خلکو مذهبي زده کړې کولې خو د دغه زده کوونکو استوګنه به د کلو په جماعتونو کښې وه او د خوراک  بندوبست يې د کلي خلکو کولو، د کلي ملا به د کلي خلکو ساتلو، د ملا سود زيان د کلي خلکو سره تړلي وو، مګر د افغان جنګ نه پس چې دلته  د ډالرو ، پونډونو، مارکونو، ريالونو، د رهمونو کوم سيلاب راغې، د هغې په نتيجه کښې دغه ملايان  په داسې طبقه بدل شول چې د دوى ګټې د خپلو خلکو په ځاى د آى ايس آى سره وتړلې شوې،  که پيسې د هر چا دې  خو دغه مرکزونه او ملايانو ته د آى ايس آى په ذريعه رسيږي. دا رنګ د مدرسو په نامه دغه مرکزونه د ترهه ګرى  په مرکزونوبدل شول دا وخت مذهبي سياسي جماعتونه چې کوم دولت لري د هغې حساب نشې کېداى، اى ايس اى مذهبى سياسي جماعتونه  تقويه او مسلح کړه، په اهم کليو او ښاريو کښې ورته دغه مرکزونه  جوړ کړل، هر مرکز ته يې بې حسابه فنډونه برابر کړل، بلې غاړې ته يې د وطن دوست او جمهوري سياسي ګوندونو په خلاف دغه ترهه ګر استعمال کړل، وطن دوست سياسي قامي مشران يې د مارشلا په ذرېعه د خپل اولس  سره د رابطې څخه منې کړل، آى ايس آى  په پاکستان کښې سياسي واک او اختيار د افغان پاليسي سره مشروط کړو، دوى بې نظير بوټو ته اقتدار په دې شرط ورکړو، چې افغانستان په لړ کښې به د آى ايس آى پاليسي جاري ساتي.

په يو لاس مذهبي سياسي ډلې مسلسل  په اولس کښې تقويه کول او بلې خوا ته په افغانستان او پاکستان کښې د ترهه ګرو مسلسل تربيت او روزنه د دې سبب شوه، چې يو خوا ټوله مرکزي اسيا، سنکيانګ، چيچنيا، داغستان، کشمير کښې د جنګ اورونه بل شو، نو بلې خوا ته په غربي دنيا کښې ترهه ګري ته ملا وتړله، او د دې په نتيجه کښې د يولسم ستمبر ٢٠٠١ واقعيات منځ ته راغلل د دغه واقعياتو عملي کوونکى عرب ټول د آى ايس آى تربيه شوى دهشتګرد وو او دغه دهشتګرد آى ايس آى په افغانستان کښې ساتلي وو. د امريکي د ټاورو د نړولو نه پس دوى په خپل کرلي تخم پسې ملا وتړله او د ترهه ګرى په خلاف نړيوال اتحاد جوړ شو، دغه اتحاد ته پکار وو، چې دوى د ترهه ګرى اصل روزونکي ته سزا ورکړي وى او ورسره يې حساب کړى وې، مګر د دې برعکس جهاني ټولنې د ترهه ګرى اصل سرچينه يعنى پاکستان د ځان سره پدغه محاذ کښې شامل کړو، او په دې نامه يې نور په بيلينونو ډالر  ورکړه د ترهه ګري په خلاف نړيوال محاذ په افغانستان کښې د جنګ نه پس د آى ايس آى تپلې شوې ترهه ګره اداره ختم کړله.

اقوام متحده او د هغې سلامتي کونسل غونډه وکړه، او په افغانستان کښې د يو قانوني ادارې د راجوړولو دپاره د جرمني په ښار بون کښې د افغان قوتونو کانفرنس راووغوښتو، په دغه کانفرنس کښې د ذکر وړ افغان قوتونو برخه واخستله او په دوه کاله کښې د يو قانوني نظام د راجوړولو دپاره يې په پنځۀ مرحلو مشتمل پلان جوړ کړو، او د محترم حامد کرزى په مشرۍ کښې يو ائتلافي حکومت جوړ کړو، افغان ملت د محترم حامد کرزي په مشرى کښې په ټاکلي وخت کښې د اقوام متحده او افغان قوتونو دغه پلان مکمل  عملي کړو، او نن افغانستان کښې يو منتخب رئيس جمهور ، منتخب پارلمان، منتخب عدليه  او انتظاميه وجود لري او افغانستان خپل اساسي قانون لري، د ترهه ګرو د ماتې او په افغانستان کښې د يو قانوني او ائيني ادارې د جوړيدو نه پس د افغانستان چټکې ترقې دپاره جهاني رورولي کانفرنسونه  وکړل، او د  افغانستان په بيا رغونه کښې يې د افغانستان د مرستې وعده وکړه. مګر آى ايس آى او د پاکستان فوځي حکمرانانو قدم په قدم د افغانستان د تباه  کولو دپاره خپل پلان جوړ کړى او په دغه پلان يې عمل روان کړې، په افغانستان کښې د ماتې نه پس ټول دهشتګرد قوتونه اى ايس اى پاکستان ته راوستل، دغه قوتونه يې په منځنۍ پښتونخوا يعنى قبائلى سيمو کښې ديره کړل، او مشران يې ورله په اسلام اباد، لاهور، کراچى ، پېښور او کوئټه کښې سرکاري ميلمانه کړل، په لږ وخت کښې يې بېرته منظم کړل، او په افغانستان کښې خپل تروريستي فعاليتونه د وړاندې نه په زيات منظم طريقه د سره شروع کړل، د ترهه ګرو د ساتلو دپاره يې ټوله قبائلي سيمه دوى ته حواله کړى ده، او دا وخت زياتې قبائيلي علاقې  د دغه ترهه ګرو لخوا اداره کيږي، دوى خپلې محکمې او بنديخانې لري، قومي او قبائيلي مشران وژني، سياسي کارکنان او جرنلسټان حلالوي  شي هيڅ يو سياسي مشر دغه علاقو ته نشي تلاى، په بندوبستي علاقو کښې د ايف ايم راډيو ګانو او جماتونوکې ښکاره په ښکاره د ترهه ګرې کمپين روان دى، د سوات نه نيولى تر کوټې پورې ټوله پښتونخوا کښې د وېرى او دهشت داسې فضا مسلط ده، چې د هرچا سره د خپل سرغم دى آى ايس آى د قبايلى علاقو نه علاوه په بندوبستي علاقو کښې د جرايم پيشه قوتونو په ذريعه د طالب په نامه ترهه ګر منظم کوي دنايانو دوکانونه، ميوزيک سنټرى، په زور بندول کيږي، په دغه دکانونو کښې د بمونو چاودتې کيږي، د سندرغاړو هنري   اوزار ماتول  کيږي سندرغاړي  وهل کيږي، په ودو او خادو کښې په ميوزيک او ډول بنديز لګول کيږي او که څوک پښتون دغه کار کوي نو هغه بې  عزته او رسوا کيږي، انجوني د مکتب او پوهنځيونه بنديږي. د پوليو قطرې غير اسلامې ګڼل کيږي. ښځې د نوکرې نه منع کيږي. غرض دا چې د ترهه ګرو کوم حکومت په کابل کښې ختم شو، هغه يې په قباييلي علاقو کښې جوړ کړې او په محکومه پښتونخوا کښې د جوړولو اراده کړيده، په افغانستان کښې د دوى مداخلت خپل انتها ته رسيدلى، د هلمند، قندهار، زابل، کونړ، جلال اباد او کابل څخه د دهشتګردو مړي پاکستان ته راوړلې کيږي. د خودکش حملو دپاره د مکتبونو او مدرسو ماشومان روزل کيږئ. نو  په داسې حالاتو کښې به په افغانستان کښې د دهشتګردى په خلاف جنګ څرنګه کامياب شي، چې دهشتګرد قوتونو ته سپلائي مسلسل روانه ده، روزنه او پالنه يې کيږي او کوم خلک چې دا کار  کوي د ترهه ګري خلاف نړيوال اتحاد لخوا هغوي ته نور په بلينونو ډالر ورکول کيږي، ځکه خو جنرال پرويز مشرف او علي محمد جان اورکزى وايي، چې طالبان به يو ځل بيا د افغانستان پاچاهي بيرته بيا نيسي.

په افغانستان کښې د امن مسئله نړيواله مسئله ده، که چيرې نړيوال محاذ  خپل زړې پاليسې ته دوام ورکوي، نو دا جنګ نه ختميږي او نه دا جنګ ګټلې کېداى شي، بلکې د وخت تيريدو سره به نړيوال قوتونه د سر او مال تاوانونو سره مخامخ کيږي، او د دوى اولس به د ترهه ګرى  په خلاف په جنګ د خپلو حکومتونو مخالف کيږي او که چېرې نړيوال ائتلاف دا جنګ بيلي نو دا خبره تر افغانستان محدود نه پاتې کيږي، بلکې دا به ټوله نړۍ په غيږ کښې نيسي، او د نيا چې تر اوسه څه حاصل کړي دي ، هغه به د لاسه ورکړي او دنيا به د وحشت او بربريت دور ته په شا لاړ شي، لهذا مونږ پيشنهادکوو، چې نړيوال ائتلاف دى د پاکستاني حکمرانانو سره پخپل تعلق د سره غور وکړي، او د دوى سره دې د دوى د عمل مطابق سلوک وکړي.

١   _    د نړيوالو قوتونو لخوا د پاکستان سره داسې نظامي معاشي او سياسي برخورد پکار دى، چې دى د خپل دوه غبرګي کردار نه لاس واخلي.

٢   _   په منځنې پښتونخوا يعنى قبائلى علاقى او محکوم پښتونخوا کښې د وطن دوست او جمهوري سياسي قوتونو اجتماعات جرګې پدې خاطر جوړول چې په افغانستان کښې د ترهه ګرې او مداخلت مخه ونيسي.

٣  _   په محکومه او منځنې پښتونخوا کښې د ترهه ګرې مرکزونه او فعاليتونه دى بند کړي شي او دلته دې د قانون حکمراني جوړه شي.

٤  _   په پاکستان کښې د فوځې حکمرانې په ځاى د جمهور د حکمرانى ملاتړ وشي.

٥   _   د هغه افغان قوتونو سره چې د افغانستان موجوده آيني نظام مني د هغوې سره دې مذاکرات وشي.

٦  _   په افغانستان کښې داولسي جرګو قيام چې د خپل حکومت په  حمايت کښې د ترهه ګرو په خلاف اولس منظم کړي، د افغانستان ټول سياسي ګوندونه، قومونه او قبايل دې، خپل دغه ذمه وارى پوره  کړي.

٧       _    دغه جرګې په محکومه پښتونخوا  کښې هم پکار دي.

٨    _     د فلسطيني رياست جوړيدل د فلسطيني اولس حق دى، او د عراق ملي استقلال ارضي تماميت او ملي حاکميت احترام دى وکړى شي او ايران ته هم د پر امن ايټمي پروګرام هغه حق ورکړي شي، کوم چې نورو قومونو ته ورکول شوي دي.

په درناوي

ارباب مجيب ا لرحمان

سکرټري پښتونخوا ملي عوامي پارټي شمالي پښتونخوا